دغه غونډه په لندن کې د چارشنبې د ورځې د پېښې وروسته راوبلل شوه چیري چې یوه کس په ېوې تروریستي پېښه کې ووژل شو.
لویدیځ قدرتونه ګومان کوي چې که چېري ایران د ارک په غرنۍ سیمه کې په اټمي ریکټر کې تصفیه شوي مواد بیرته له سره په کار واچوي، نوکولی شي چې د اټمي بم لپاره پلاټونیم تولید کړي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې امنیتی ماموران وايې چې نن د پنچشنبې په ورځ په کوټه کې د امنیتي ځواکونو په موټر باندي د بم چاودنه شوې، په کې لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوي دي.
د نورستان ولايت محبس د يوه روان خوړ تر څنګ موقعیت لري. دغه محبس د احاطې دېوالونه نه لري،د محبس و داني يوه داسې عمر خوړلې زړه ودانۍ ده چې هر شېبه يې د لويدولو امکان موجود دی.
ولسي جرګې نن د افغانستان د انتخاباتو نوی قانون تصویب کړ. دغه قانون ۱۶ فصله او ۷۹ مادې لري.